راپورونه: په ترکیه کې د امریکا د قونسلګرۍ د یوه مأمور د نیولو امر شوی

راپورونه وايي چې په ترکیه کې د امریکا د قونسلګرۍ د یوه مأمور د نیول کېدو امر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې او امریکا ترمنځ د سیاسي کړکېچونو په دوام، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په خپلو کې د ویزو پر ورکولو بندیز لګولی دی.

د ترکیې رسنیو پرون دوشنبه وویل، د مشکوک وګړي د نیولو هڅې روانې دي او پولیسو د هغه له ښځې او زوی څخه پوښتنې کړې دي.

په استانبول کې تېره اوونۍ د امریکا د قونسلګرۍ د یوه سیمه‌ییز کارکوونکي تر نیول کېدو وروسته، په ترکیه کې د امریکا سیاسي مأموریت د مهاجرت له ویزو پرته پر ټولو نورو ویزو بندیز ولګاوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون له واشنګټنه غوښتنه وکړه چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي او ویې‌ویل چې داسې اقدامات غیر ضروري لانجه رامنځته کولای شي.

د ترکیې حکومت تر اوسه په خپله خاوره کې د امریکايي ډيپلومات د نیولو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي او دلیل‌یې لا نه‌دی څرګند شوی.