همایون همایون: ابراهيمي په ولسي جرګه کې د فساد د څېړلو مخه نیولې

د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال د دې جرګې رئیس تورن کړ چې لویې څارنوالۍ ته یې د یوه مکتوب په لېږلو سره په دې جرګه کې د فساد د څېړلو مخه نیولې ده.

همایون همایون نن دوشنبه د دې جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې د دې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي لویې څارنوالۍ ته په استولي مکتوب سره هغه بل چې ده په دې جرګه کې د فساد د څېړلو لپاره دغې څارنوالۍ ته استولی و، بې اعتباره کړی دی.

ابراهیمي هم لویې څارنوالۍ ته د ده له خوا د مکتوب استول نه ردوي، خو وایي، ښاغلي همایون دغه اقدام د ولسي جرګې له رئیسه هیئت سره په هماهنګۍ نه دی کړی.

د ولسي جرګې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه اختلافات داسې مهال راپورته کېږي چې د دې جرګې یو شمېرغړیو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې له عبدالروف ابراهیمي وغوښتل چې په دې جرګه کې د فساد له امله دې استعفا وکړي.