د قرغزستان ولسمشر روسیې ته خپل سفر ځنډولی

د قرغزستان ولسمشر هغو اندېښنو ته پام سره چې ښایي په دې هېواد کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره تاوتریخوالی راپورته شي، روسیې ته خپل سفر ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې الماس بیګ اتمباییف په روانه اوونۍ کې د روسیې د تور سمندرګي په تفریحي ښارګوټي سوچي کې د ګډو ګټو هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د هغه دفتر نن دوشنبه وویل چې دې سرمشریزه کې د قرغستان د پلاوي مشري به د دې هېواد صدراعظم کوي.

د ولسمشرۍ دفتر ویلي، ولسمشر دغه سفر ځکه لغوه کړی چې داسې نښې نښانې شته چې یو شمېر محدود سیاستوال په پام کې لري چې د انتخاباتو په ورځ پراخه نا ارامي رامنځ ته کړي چې په هغه کې به جنایت کاره عناصر هم ښکېل وي او هم به د دغو سیاستوالو مالي ملاتړ له بهره کېږي.

ولسمشر غواړي په هېواد کې پاتې شي، ترڅو په خپله د نظم او امنیت مسئله یقيني کړي.

د اساسي قانون له مخې، اتمباییف نشي کولای د بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي، خو مخالفینو پرهغه انتقادونه کړی چې په ښکاره یې د واکمن سوسیال ډموکراټ ګوند د کاندید، د خپل پخواني صدراعظم سورون بای جینبیکیف ملاتړ کړی دی.