ټیفا: تر نیمایي زیات خلک د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې د ګډون لیوال دي

د افغانستان د شفافو انتخاباتوبنسټ ټیفا وایي، په ۲۵ ولایتونو کې د دوی ترسره شوې سروې نتیجه ښیي چې له نیمایي زیات خلک لیواله دي چې د ۱۳۹۷ کال په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د دغه بنسټ مسؤلینو نن دوشنبه په کابل کې د دغې سروې د نتیجې د اعلان په مهال وویل چې د انتخاباتو کمېسیونونه او حکومت باید د انتخاباتو په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې هڅې زیاتې کړي.

ټیفا وایي، دغه سروې یې د دې لپاره کړې چې د خلکو نظرونه په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون، په وخت د هغو د ترسره کېدو، د حکومت د بې طرفۍ او د انتخاتي کمېسیونونو د وړتیاوو په اړه واوري.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورګانو انتخابات د راتلونکي لمریز کال په دوبي کې ترسره شي.