د پاکستان د فساد ضد چارواکو د نواز شریف زوم ونیوه

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف زوم په پاکستان کې د فساد ضد چارواکو له خوا، د فساد د دوسیو په تړاو ونیول شو.

د کابینې غړي طلال چوهدري وویل، محمد صفدر نن دوشنبه سهار له لندنه د اسلام اباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، ونیول شو.

صفدر څو ساعته مخکې تر دې چې دی او مېرمن یې، مریم نواز د فساد ضد په یوه محکمه کې راڅرګند شي، نیول کېږي.

نوازشریف، لور، زوم او دوه زامن یې د فساد له هغو تورونو سره مخامخ دي چې د پانامه په نوم اسنادو کې افشا شوې وه چې شریف او د کورنۍ غړي یې له هېواده بهر پټه شتمني لري.

شریف تېره جولای میاشت، له خپلې دندې لېرې شو، خو هغه وایي، کوم غلط کار یې نه دی کړی.