سور صلیب وایي، افغانستان کې د ګواښونه له امله فعالیتونه کموي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو له امله په خپلو فعالیتونو کې د پام وړکموالی راولي.

سور صلیب دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې په روان کال کې د دې نړیوالې مرستندویې ټولنې ۷ کارکونکي په حملو کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د سره صلیب مشرې مونیکا زیناریلي نن دوشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې زموږ په وړاندې خطرونو موږ ته ډېرې ستونزې او اندېښنې راپورته کړي او له دې پرته چې په افغانستان کې په ډېره اندازه خپل فعالیتونه کم کړو، بله چاره نه لرو.

هغې زیاته کړه، دغه پرېکړه به یې په تېره بیا د افغانستان په شمال کې په مزارشریف او کندوز کې پر دفترونو چې یا په بشپړه توګه وتړل شي، یا به یې د کارکونکو شمېر کم شي، اغېز وکړي.

سورصلیب له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او په دې هېواد کې د بشري مرستو څلورمه لویه ټولنه ګڼل کېږي.