په غور کې د لومړي ځل لپاره د شېدو د پروسس یو معیاري مرکز پرانېستل کېږي.
د غور د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز په ورځ کې د څه باندې ۷۰۰ لېتره شېدو د تولید او پروسس ظرفیت لري.
د ښاغلي تایب په وینا، د شېدو د پروسس دغه مرکز د کرنې او مالدارۍ وزارت د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړېږي.
نوموړی وايي چې د شېدو د مرکز ساختماني چارې ۷۰ سلنه مخ ته تللي چې د کال تر پای به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.