د ننګرهار چارواکي د پچیراګام د پاڅونوالو پر پیاوړتیا او تجهیز غږېدلي

د ننګرهار چارواکو پرون یکشنبه په پچيراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو د تجهيز او پياوړتيا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې په پرونۍ غونډه کې د پچيراګام ولسوال هجرت‌الله رحماني، د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګین، د ولسي پاڅونوالو مشرانو او قومي مخورو برخه درلوده.

په دې غونډه کې چې په جلال‌اباد کې جوړه شوې وه، د پاڅونوالو مشرانو ته ډاډ ورکړل شو چې د تجهيز په برخه کې به‌يې لازم اقدامات کېږي.

د ننګرهار په ځينو ناامنو ولسواليو له دې جملې په پچيراګام کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې په مبارزه کې، پاڅونوال هم همکاري کوي.