په پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح د مرکز لپاره ودانۍ جوړېږي

د یکشنبې په ورځ په پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح د مرکز لپاره د افغان دولت له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت، د یوې مجهزې درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د ماشومانو د روزنې او اصلاح په مرکز کې د بېلابېلو جرمونو په تور هغه ماشومان ساتل کېږي چې عمرونه‌يې د ۱۸ کلونو څخه کم وي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، په پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح د مرکز لپاره جوړېدونکې ودانۍ د هېواد په کچه د دا ډول مرکزونو له کم سارو ودانیو څخه ده چې په جوړېدو سره به‌يې محجوزو ماشومانو ته د روزنې، ساتنې او پالنې وړ شرایط برابر شي.

د پکتیکا د عدلیې رئیس محمد ابراهیم رحماني وایي، د دې ودانۍ اصلي قیمت ۴۸ میلیونه ۷ لکه ۱۷ زره افغانۍ دی چې په یوه کال کې به دا پروژه تکمیل شي او په خبره‌یې چې دا ودانۍ درې پوړه ده، ۴۷ خونې لري او نور اړین ملحقات لري.

د یادونې ده چې دا مهال د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې شااوخوا ۱۵ ماشومان توقیف دي چې د معیاري ودانۍ نشتوالی يې له اساسي ستونزو څخه بلل کېږي.