عبدالله په کابل کې د هند له سفیر سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا وغږېد

د افغانستان اجرائيه رئيس نن یکشنبه په کابل کې د هند له سفير سره په کتنه کې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د تجارتي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

اجرائيه رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې عبدالله عبدالله له من پريت وهرا سره په کابل کې وکتل.

په دې کتنه کې په نوي ډيلي کې د افغانستان، هندوستان او امريکا پر وروستۍ تجارتي غونډه بحث وشو او د دې غونډې لاسته راوړنې وستايل شوې.

اجرائيه رئيس ۱۰ ورځې مخکې په نوي ډهلې کې د افغاني توليداتو په يوه نندارتون کې برخه واخېسته.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان او هندوستان د تجارتي شرکتونو ترمنځ، د څه باندې ٢٥٠ ميليونو ډالرو په ارزښت تجارتي موافقې او تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي.