د ايران يوه نظامي چارواکي په منځني ختيځ کې پر امريکايي ځواکونو د حملې خبردارى ورکړ.
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر وويل، که واشنګټن پر تهران تازه بنديزونه ولګوي، په منځني ختيځ کې به د امريکا نظامي ځواکونه د ايران د توغندیو د حملې له خطر سره مخامخ شي.
د ايران دولتي اژانس ايرنا نن یکشنبه د جنرال محمد علي جعفري دا وينا را اخېستې چې ويلي يې دي:
"که نوي بنديزونه لګول کېږي، امريکا بايد خپلې سيمه ييزې اډې د ايران د توغندیو د پوښښ له ساحې دوه زره کيلومتره لېرې انتقال کړي."
د امريکا پوځ دا مهال د ايران د سرحد په ٨٠٠ کيلومترۍ کې په پرتو ګاونډيو هېوادونو کې پوځي اډې لري.
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب مشر جعفري وويل، که چېرې د امريکا متحده ايالتونه سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ترورېستي ډلې په توګه اعلان کړي، دغه ځواک به د امريکا پوځ يو ترورېستي سازمان وګڼي.