د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له شمالي کوریا سره په معامله کې به یوازې یو کار نتیجه ورکړي، خو ده څرګنده نه کړه چې هغه به څه وي.
ټرمپ د خپل ټوېټر په يوه پیغام کې پرون شنبه ولیکل:
"ولسمشران او د دوى حکومتونه له ۲۵ کلونو راهیسې له شمالي کوریا سره خبرې کوي، موافقې وشوې او ډېرې پیسې ولګول شوې، خو کار یې ورنه کړ، مخکې تر دې چې د موافقو د لاسلیک رنګ وچ شي، سرغړونه یې وشوه، په بخښنې سره، امریکايي مرکچیان یې خطا ايستل؛ خو یوازې به یو شی کار ورکړي."
ټرمپ مخکې ویلي وو، امریکا به د شمالي کوریا د یاغي هېواد د اټمي ګواښ په وړاندې که د ځان او د خپلو متحدانو د ساتنې ضرورت پېښ شو، دا هېواد به یومخ له منځه یوسي.
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو برخلاف په وار وار د خپلو اټمي او باليستيک توغندیو ازموينې ته ادامه ورکړې ده چې د نړۍ زياتو هېوادونو غندلې ده.