کورنیو چارو وزارت: په فراه او ارزګان کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په فراه او ارزګان ولايتونو کې ١٦ تنه وسله وال طالبان د هغوى د يوه قوماندان په ګډون وژل شوي دي.

دغه وزارت نن یکشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، وسله وال طالبان وروسته له هغې د پوليسو له جدي عکس العمل سره مخامخ شول چې د فراه د پشت رود ولسوالۍ په شيران سيمه کې يې د پوليسو پر پوسته حمله وکړه.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو په ډزو درې وسله وال طالبان چې يو يې د ملا ظاهر په نوم د دوى قوماندان و، ووژل شول او ٤ نور طالبان ټپيان شول.

په اعلاميه کې ويل شوي، پرون شنبه مازيګر د ارزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په قلعچه سيمه کې د افغان هوايي ځواک په حمله کې ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په فراه او ارزګان ولايتونو کې خپلو غړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه ده کړې.