اذربایجان کې د اداري فساد پر ضد لاریونونه شوي

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پرون شنبه سلګونه کسانو د اداري فساد پر ضد په مظاهره کې ګډون وکړ.

دا مظاهره په اذربایجان کې د ډموکراتیکو ځواکونو ملي شورا چې په هغه هېواد کې د اپوزېسیون یو شمېر فعالان‌یې غړي دي، تنظیم کړې وه.

د باکو پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې ۱۲۰۰ کسانو په مظاهره کې ګډون کړی و.

خو د اذربایجان خبري اژانس "توران" ویلي چې زرګونع کسانو په‌کې برخه اخیستې وه.

مظاهره‌چیانو پرون د "اداري فساد ختم کړئ! " او "سیاسي زندانیان ازاد کړئ!" نارې وهلې.