د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سلا ورکړه چې پر سعودي عربستان د پنځلس میلیارډه ډالرو په ارزښت د توغندیو پرمختللی دفاعي سیستم وپلورل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې د ایران او منځني ختیځ په شمول یو شمېر ګواښونو ته اشاره کړې ده.
د امریکا په دفاع وزارت کې د دفاعي امنیت ادارې پرون په دې اړه کانګرس ته معلومات ورکړل.
امریکا دغه پرمختللی سیسټم روان کال په جنوبي کوریا کې هم د شمالي کوریا د توغوندیو د شته ګواښونو لپاره ځای پرځای کړ.
په منځني ختیځ کې ایران د لرې واټن د توغندیو لوی سیسټم لري.
واشنګتن او ریاض، ایران په سیمه کې په تېري کولو او ورانونکي چلند تورنوي.