د قرغزستان د صدراعظم مرستیال نن د یوې ترافیکي پیښې له امله ساه ورکړه.
اته دیرش کلن تامیر جمعه قادروف نن په مرکز بیشکک کې د ترافیکي پېښې له امله له اخیستو ټپونو په روغتون کې ساه ورکړه.
د قادروف موتر له یوې کاماز لارۍ سره ټکر شو، په دې پېښه کې د صدراعظم د مرستیال سلاکار او موټر چلونکي هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
قادروف ته د قرغزستان صدراعظم د اکتوبر د پنځلسم نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څارنې واک سپارلی و.
ده غوښتل چې نن د قرغزستان په شمال لوېدیځ کې د تالاس سیمې ته ولاړ شي او هلته یو انتخاباتي مرکز وګوري، خو پر لویه لار یې موتر ټکر شو.