د واکونو بیا ډېرول څه معنا لري؟

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي د امریکا لخوا د جګړې په ډګر کې تغییر شرایطو ته په کتو تر سره شوی دی.

له ډلې یې حی ګل سلیمان خېل ازادي راډيو ته وویل د بهرنیو ځواکونو یوازې مشورتي حضور په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه کړه خو که له دې وروسته د افغانستان د کشفي او استخباراتي ادارو سره په همغږۍ د امریکا عملیات ډېرېږي ورسره به د مخالفینو لیکې کمزوري شي.

د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ ښاغلی سلیمان خېل د یوې مرکې په پیل کې پوښتلی چې اصلا د واکونو بیا ډېرول څه معنا لري؟

Your browser doesn’t support HTML5

له حی ګل سلیماخېل سره مرکه