د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې په اړه د خبرو لپاره د یوې سترې غونډې د جوړېدو د پرېکړې هرکلی وکړ.
د دې شورا مرستیالې، حبیبې سرابي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې داسې غونډه به د سولې له هڅو سره مرسته وکړي.
حبیبه سرابي وویل:
"پر سوله چې هرڅومره بحث وشي، یوې پایلې ته له رسېدو سره مرسته کولائ شي، په جګړه کې د ښکېلو خواوو پر نظر او پلانونو زیاتې خبرې او د غوټو خلاصول موږ یوې پاېلې ته رسولائ شي."
د افغانستان د مالیې وزیر د جمعې په ورځ د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حواله وویل چې حکومت د سولې د خبرو په اړه د یوې سترې غونډې کوربه توب ته تیاري نیسي.
د مالیې وزیر وویل چې د دلوې په میاشت کې به کابل د سولې د خبرو لپاره د داسې غونډې کوربه وي چې د افغانستان د حکومت نړیوال شریکان او په سیمه کې د روانې لوبې مختلف لوري به ګډون په کې وکړي.