روسي چارواکو ویلي د بمونو د موجودیت په اړه ناپيژاندو خلکو له خوا ګواښونه دوام لري.
چارواکو ویلي لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان له پنځو ښوونځیو او نورو ودانیو د مسکو نورو سیمو ته انتقال شوي دي.
دا کار وروسته له هغه وشو چې نن د بمونو د موجودیت په اړه دېرش واره خبرداري ورکړل شوي دي.
ناپیژاندو کسانو د سپټمبر له لسمې د بمونو د موجودیت ګواښونه کړي دي.
تر اوسه پورې لسګونه زره کسان له ښوونځیو، پلورنځیو، ټیاټر صالونونو، پوهنتونو، هوټلونو او دولتي ودانیو د روسیې نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
تر اوسه پورې په هیڅ یوه ځای کې هم بم نه دی کشف شوی.