م.م: تېر کال په نړۍ کې تر ۸زرو زیات ماشومان په جګړو کې وژل شوي

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، تېر کال په نړۍ کې تر اتو زرو زیات ماشومان په وسله والو شخړو کې وژل شوي او پا ټپي شوي.

په راپور کې افغانستان هغه هېواد یاد شوی چې جګړو په کې تر بل هر ځای زیات ماشومان وژلي.

د ناټو عمومي منشي انټونیو ګوترس په یو بیان کې د ماشومانو د تلفاتو دا شمېر د نه منلو بللی دی.

ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویلي، د شخړو او ماشومانو تر سرلیک لاندې کلنی راپور یې د اکټوبر په پنځمه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړی.

د دې راپور موندنې ښيي، افغانستان چې د ۲۰۰۹ مېلادي کال راهېسې په کې ملګرو ملتونو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ثبتول پیل کړي، په شخړو کې د ماشومانو مرګ ژوبله په کې تر بل هر هېواد زیاته ده.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په افغانستان کې درې زره پنځه دولس( ۳۵۱۲) ماشومان وژل شوي او یا ټپي شوي دي.

په سوریه کې دا شمېر ۱۲۹۹ او په یمن کې ۱۳۴۰ وو.

په راپور کې همدارنګه موندل شوې چې سلګونه ماشومان د شخړو په سیمو کې د جنسي زور زیاتي، پر ښوونځیو بریدونو کې د هدف ګرځولو او د پوځ په لیکو د سرتېرو په توګه د ګمارلو قرباني شوي هم دي.