بریتانوی ناول لیکونکی کازو ایشيګورو Kazuo Ishiguro د ۲۰۱۷ کال د ادبیاتو د جایزې ګټونکی اعلان شو.
د ۶۲ کلن ایشیګورو نوم د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکو په اټکلونو کې نه یادیده خو پرون وروسته له دې چې نوم یې اعلان شو ده خپل فوق العاده احساس داسې بیان کړ:
"دا اصلاً ډېر ستر ویاړ ځکه دی چې د دې معنا داده چې زه د هغو سترو لیکوال پر پله روان یم چې ژوندي پاتې دي او دا زما لپاره ډېره فوق العاده ستاینه ده."
ایشیګورو د ۱۹۵۴ کال د نوامبر په اتمه د جاپان په ناګاساکي ښار کې زېږېدلی دی او کورنۍ ېې هغه مهال چې دی پنځه کلن و، بریتانیا ته مهاجره شوه.
د نوبل کمېټه وايي چې ایشیګورو ته د نوبل جایزه د نړۍ په اړه د انسان د وهمي احساس د ژور تل د رابرسیره کولو په خاطر ورکړل شوې ده.
"د ورځې پاتې شوني" او "هیڅکله مې تلو ته مه پریږده" د ایشیګورو مهم اثار دي.