امریکا په نایجر کې د خپلو درېیو سرتېرو وژل تائيد کړه

د امریکا پوځ تائید کړې چې درې امریکايي کومانډو په نایجر کې له سیمه ییزو سرتېرو سره د ګډې ګزمې پرمهال وژل شوي دي.

په افریقا کې د امریکا پوځي قرارګاه پرون په یو بیان کې وویل چې د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو درې سرتېري وړمه ورځ په یو کمین کې مړه او دوه نور ټپیان شول.

بیان زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول شوي دي.

بیان همداراز زیاتوي په دې کمین کې چې د نایجر د پلازمېنې نیامي Niamey د شمال په ۲۰۰ کېلومترۍ کې د مالي سرحد ته نېږدې شوې یو سیمه ایز سرتېری هم وژل شوی دی.

په دې سیمه کې په اسلامي مغرب کې د القاعده شبکې په ګډون بېلابېلې افراطي ډلې فعالې دي چې وخت ناوخت حملې کوي خو دا لومړی ځل دی چې په نایجر کې امریکايي پوځیان وژل کېږي.

د امریکا پوځ وايي چې امریکايي پوځیان د نایجر ملي ځواکونو ته د افراطي ډلو پرضد د مبارزې په چاره کې روزنه ورکوي.