افغانستان له اسیايي پراختیايي بانک څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو او نورو عام المنفعه پروژو د رغونې په برخو کې مرسته وکړي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ولسمشر اشرف غني پرون د اسیايي پراختیايي بانک له مرستیال مشر وینکای ژانګ Wencai Zhang سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې دا ټولنه د اوبو او برېښنا د بندونو او همداراز له او لمر او باد څخه د تمدید وړ انرژۍ د تولید د پروژو په رغونه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ولسمشر غني همداراز په لږ لګښت او لوړ کیفیت د پروژو ډیزاین په برخو کې له افغانستان سره د اسیایي بانک د مرستې غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې د اسیايي پراختیايي بانک مرستیال مشر له افغان ولسمشر سره ژمنه وکړه چې په خپله نوې ستراتیژۍ کې به د افغانستان غوښتنې په پام کې ونیسي.