د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې ښکېل د ایران د مرکچي پلاوي یوغړی د جاسوسۍ په تور په پنځو کلونو بند محکوم شوی دی.
دا خبرد ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم ورکړی خو د محکوم شوي نوم یې نه دی په ډاګه کړی.
د راپورونو له مخې د دغه پلاوي یوازینی غړی چې رسماً په جنايي جرمونو تورن شوي و، هغه عبدالرسول دوري اسفندیاري نومېږي چې د ایران او کاناډا دوه ګونی تابعیت لري.
د اټمي خبرو د مرکچي پلاوي دغه غړي ته چې مخکې توقیف شوی او په ضمانت خوشې شوی و، دغه سزا د تهران استېناف محکمې تائید کړې ده.
د کاناډا د حکومت یوه ویاند هم د محکوم شوي کس نوم نه دی په ډاګه کړی خو دومره یې ویلي چې په ایران کې د یوه دوګوني تابعیت لرونکي د محکومېدو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي دي.
د راپورونو له مخې دوري اسفندیاري پر بهرنیانو د ایران د اقتصاد په اړه د سندونو د پلورلو په شک نیول شوی و.
ایران دوه ګونی تابعیت په رسمیت نه پېژني.