د امریکا ټول پنځه واړه ژوندي پخواني ولسمشران د موسیقۍ په هغه کنسرټ کې ګډون کوي چې له توپان ځپلو سره د مرستو د راټولو په هدف د روانې میاشتې په پای کې په تکزاس کې ترسره کېږي.
په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ویل شوي چې بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، بیل کلینټن، مشرجورج بوش او جیمي کارتر به د اکتوبر په ۲۱ د تکزاس په اې انډ ایم پوهنتون کې په کنسرټ کې ګډون وکړي.
په دغه کنسرټ کې د هغو وروستیو توپانونو له قربانیانو سره نغدي مرستې راټولېږي چې د امریکا جنوبي برخو او د کاربین ټاپوګانوته یې ډېر زیانونه اړولي دي.
تکزاس د بوش د کورنۍ اصلي ټاټوبی دی.