د بدن ساعت څه شی دی، د انسان خوب څنګه تنظیم کېږي؟

ولې انسانان د شپې او ورځې په بېلابېلو وختونو کې یا خوبجن او یا هم د بیدارۍ احساس کوي؟

  • د انسان خوب څنګه تنظیم کېږي؟
  • د بدن ساعت څه شی دی؟

ډېری انسانان د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یو یا څو ځلې په یوه ځانګړې اندازه خوب او یا هم بېداري یا تکړه‌والی احساسوي.

  • دا احساس له څه شي رامنځته کېږي؟

د امریکا په متحده ایالاتو کې د خوب د ملي ټولنې په لیکنه د انسانانو خوب په دوو ډولونو لکه هومئوستازیس «Homeostasis» او د انسان د بدن ساعت له‌خوا تنظیمېږي.

هومئوستازیس «Homeostasis» د انسان د بدن هغه لېوالتیا ده چې د بدن دننه محیط د اراموالي او د تعادل د ساتلو لپاره‌یې لري.

د بدن ساعت، د ټولو ژوندي موجوداتو په هره حجره کې فعالیت لري.

دې ته سیرکادین ریتم «Circadian rhythm» وایي، او بیولوژیک ساعت هم یادېږي.

د بدن ساعت د ژوندي موجوداتو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یوه فیزیولوژیکه پروسه ده چې په انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او بکتریاوو کې فعاله ده.

انسانان د بدن د ساعت په مرسته وخت تشخیصوي او د شپي له‌خوا بیدېږي او دا ساعت پر خوب، د انسانانو پر کردار او سلوک، هورمونونو، د بدن د حرارت درجې او د بدن پر جوړښت اغېز کوي.

جفري هال «Jeffry Hall» مایکل روسبش «Micheal Rosbash» او مایکل یانګ «Maichal Young» هغه امریکایې ساینس پوهان دي چې له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې د خوب پر بېلابېلو اړخونو څېړني کوي.

دوی بلاخره وتوانېدل د انسان د بدن ساعت عمق ته ورسېږي او د هغه د کار ډول او څرنګوالی تشریح کړي.

دغو څېړونکو داسې جین تشخیص کړ چې د انسان د وجود ساعت په عادي ډول کنټرولوي.

دغو درېیو امریکایي څېړونکو په دې وروستیو کې د انسان د بدن ساعت د کشف له کبله د سویډن د نوبل جایزې د اکاډمۍ له‌خوا د طبابت په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکي وپېژندل شول.

دوی به دغه ۱۱ لکه ډالري جایزه په خپلو کې سره وېشي.