چارواکي: د غزني په اندړو کې یو ملکي او ۱۲ تنه وسله‌وال وژل شوي

د غزني چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یو ملکي وګړی او ۱۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د غزني سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه ملکي کس او وسله‌وال طالبان د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ مازیګر ناوخته د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند خواجه مولک سیمه کې بې‌پيلوټه الوتکې د وسله‌والو طالبانو پر پټن‌ځای هوايي بریدونه کړي چې پر مهال‌یې ۱۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

نوموړی وايي چې په دغو هوايي بریدونو کې د وسله‌والو طالبانو د وسلو او مهماتو درې ډیپوګانې هم له‌منځه وړل شوې دي.

نوري دغه‌راز وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د همدې ولسوالۍ په سلطان باغ سیمه کې د روشن مخابراتي شبکې د انتن یو ساتونکی چې ۸۰ کلن و، وژلی او د وژنې علت‌یې هم معلوم نه‌دی.

ښاغلي نوري همدارنګه وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونونه کړي چې پر مهال‌یې ۴ ملي پولیس ټپیان شوي، خو په خبره‌یې چې د وسله‌والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دغو اعاو په اړه څه نه‌دي ويلي.