ځایي چارواکي: د ارزګان چوره ولسوالي د طالبانو له محاصرې خلاصه شوې

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د پرله‌پسې پنځو ورځو عملیاتو په پایله کې یې وسله‌وال طالبان د چورې ولسوالۍ له بازاره ۳ کېلو متره په شا تمبولي او یاده ولسوالۍ یې له محاصرې خلاصه کړې.

د ملي اردو د ۴مې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت‌شاه قیمتي د چهارشنبي په ورځ له یادې ولسوالۍ څخه د ټیلیفون پر کرښه ازادي راډيو ته وویل چې دغلته لا هم د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات روان دي او وایي چې ډېر ژر به نورې سیمې هم تصفیه کړو.

ځايي چارواکي وايي، د افغان پوځ په دغو عملیاتو کې ۱۲۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ۴ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې خبره هم کوي، خو وايي چې کره شمېره ورته نه‌ده معلومه.

بل‌خوا بیا د یادې ولسوالۍ ولسوال امین‌الله خالقي هم دغلته د افغان پوځ پرمختګ تأییدوي، خو وايي چې دومره پرمختګ هم نه‌دی شوی لکه څومره چې ولایتي چارواکي يې یادونه کوي.

اخوا بیا د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي ټیلیفوني پیغام کې ادعا کړې چې په دغې ولسوالۍ کې یې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او په خبره‌یې چې ولسوالۍ لاهم د دوی تر محاصرې لاندې ده.