د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ پورټوریکو ټاپو ته ورسېد، څو د امریکا د دې سیمې خلکو ته د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړي.
په دې سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره د نوموړي مېرمن ملانیا ټرمپ هم ملګرې ده.
ولسمشر ټرمپ پرون سې شنبه د پورټوریکو د والي او ښاروال په ګډون د دې ښار له چارواکو سره وکتل.
پورټوریکو د سپټمبر په ۲۰مه ماریا نومي توپان وځپله.
دې توپان په دې ټاپو کې چې څه کم ۳ نیم میلیونه نفوس لري، ۱۶ کسان ووژل او زرګونه کسانیې بېکوره کړل.
د پورټوریکو د ټاپو خلک د امریکا وګړي بلل کېږي، خو د رأی ورکولو حق نهلري.
دا ټاپو د امریکا د خاورې برخه ده، خو د دې هېواد یو ایالت نهدی.