روسیه وايي، هغه قزاق وسلهوال په سوریه کې وژل شوی چې د اسلامي دولت په نوم د وسلهوالې ډلې مهم قوماندان ګڼل کېده.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشیکوف «Igor Konashenkov» د سې شنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې دا کس ابو اسلامالقزاقي نومېده او د داعش د ډلې په هغو ۷ قوماندانانو کې شامل دی چې په تېرو دوو ورځو کې په سوریه کې د روسیې د هوايي ځواک په بمباریو کې وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند همدارنګه ویلي، دا هوايي بریدونه د فرات د سیند په ختیځه غاړه کې شوي او په نتیجه کې یې ۳۰۴ وسلهوال وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپیان دي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نهدي تأیید شوي.
په سوریه کې له تېرو شپږو کلونو راهېسې روانې کورنۍ جګړه کې تر اوسه تر ۳۳۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.