ارګ: د باجوه د سفر په اړه له سیاسي او جهادي مشرانو سره غونډې پیل شوې

ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د سفر په اړه، د افغانستان له جهادي او سیاسي مشرانو سره د مشورتي غونډو لړۍ پیل کړه.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو یوې غونډې ته کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو نوې ستراتېژي د سولې لپاره ګټوره ده.

په خبرپاڼه کې د ارګ د سې شنبې د ورځې د غونډې په اړه ویل شوي چې په دې غونډه کې راټولو شویو افغان مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پیل مهم وباله او د دغو مذاکراتو د دوام تر څنګ‌یې ټینګار وکړ چې په دې اړه ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع باید نوره هم پیاوړې شي.