مټېس: امریکا به په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه ژر پرېکړه وکړي

د امریکا متحده ایالات به ډېر زر پرېکړه وکړي چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستی پاتې شي او که نه؟

دا خبره د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته وکړه او زیاته‌یې کړه، هڅه کوي چې معلومه کړي، څوک په افغانستان کې د روان زیاتېدونکي وسله‌وال مخالفت استازیتوب کوي.

جېمز مټېس چې د افغانستان د وضعيت په اړه‌یې د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته معلومات ورکول، په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه وویل چې په تېرو ۱۰ ورځو کې یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن سره درې ځلې په دې اړه تماس نیولی دی.

جېمز مټېس په افغانستان کې د شخړې سیاسي هواري ته په اشارې زیاته کړه:

"په افغانستان کې د ستونزې سیاسي هواری یوازې هغه مهال ممکن دی چې وسله‌وال طالبان د ترورېزم ملاتړ او ترسره کول رد کړي."

د امریکا د دفاع وزیر وویل، دا یوازې د طالبانو د دفتر د موجودیت مسئله نه‌ده، بلکې دوی غواړي ډاډمنه کړي چې څوک د طالبانو ریښتیني استازي دي.

تر دې مخکې ځینو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی و چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو مسئله په نیویارک کې د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو په لیدنه کې هم بحث شوې وه او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې له قطر څخه دې د طالبانو د دفتر تړل کېدل وغواړي.