د روسیې دفاع وزارت وايي چې د سوریې په ختیځ کې د تېرو دوو اونیو په هوايي حملو کې، څه باندې ۳ سوه داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۷۰ نور یې ټپیان دي.
د روسیې دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف نن سې شنبه په یوه بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې د داعش ډلې یو قوماندان اسلام القزافي هم شامل دی چې د قزاقستان اصلي اوسېدونکی و.
د داعش په نورو وژل شویو کې ۴۰ تنه داسې خلک هم شامل دي چې د روسیې له جنوبه سوريې ته تللي وو.
روسیې تل په دې اندېښنه ښودلې چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ګڼ کسان د داعش لیکو ته ورغلي دي.