د افغانستان جمهور رئیس وايي، د پرانېستې حکومتوالۍ په اساس باید خلک له شفافیته ډاډمن واوسي.
ښاغلي اشرف غني دا څرګندونې نن سې شنبه د پرانېستې حکومتوالۍ د مشارکت په غونډه کې په کابل کې وکړې او زیاته یې کړه:
"پرانېستې حکومتوالي په عامه ژبه دا ده چې خلک پوه شي چې پیسې یې چېرته مصرفېږي او یا څوک او ولې مقررېږي، هر وزارت مجبور دی چې د خپلې مقررۍ ټول سیسټم د خلکو په واک کې ورکړي."
ښاغلي غني په دې غونډه کې دا ټنیګار هم وکړ چې وزارتونه باید د ټولو ناسمو کارونو تشخیص مخکې له مخکې وکړي او د هواري لپاره یې لاس په کار شي.
د پرانېستې حکومتوالي په غونډه کې د ملګرو ملتونو خاص استازي تادامیچي یاماموتو هم ګډون کړی و او ټینګار یې وکړ چې باید
ټول تمرکز په دې وي چې له دې پروګرامه خلک ګټه پورته کړي.