ایزدیار: په هلمند کې پر افغان پوځیانو شوی بمبار دې جدي وڅېړل شي

د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل چې په هلمند کې پر افغان پوځیانو بمبار په جدي توګه وڅېړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار نن سې شنبه د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، په کومه سیمه کې چې دولت پرې کنټرول لري، داسې پېښې د زغم وړ نه دي.

ښاغلی ایزدیار وایي:

"زه هیله لرم چې دا پېښه سمه وڅېړل شي، اصلاً داسې پېښې ولې کېږي؟ څنګه متوجه شوي نه دي، په هلمند کې ۱۰ کسان وژل کېږي او څو نور ټپیانېږي او دا یو درد دی چې زموږ په نورو ستونزو زیاتېږي او د زغم وړ نه دی."

مشرانو جرګې وویل، هغو کسانو چې بې غوری کړې او افغان پوځیان یې په نښه کړي، باید محاکمه شي.

افغان چارواکو تایید کړې چې په افغان پوځیانو د هوايي ځواکونو یوې الوتکې بمبار کړی، خو ویلي یې دي چې د پېښې پوره څېړنې کوي.

۱۰ افغان پوځیان د یکشنبې په مازیګر د هلمند په ګرشک کې په دې پېښه کې ووژل شول او څلور نور یې ټپيان شول.