د هسپانیې په بارسلونا ښار کې نن سې شنبه معترضینو سړکونه بند کړي او د ملکي خدماتو کارکوونکو هم د کاتالونیا د ټولپوښتنې په ورځ د شوي تاوتریخوالي په غبرګون، کار ته نه دي تللي.
دا اعتراض وروسته له هغه شوی چې پولیسو د یکشنبې په ورځ د کاتالونیا ایالت د ټولپوښتنې لپاره د رأیې ورکونې مرکزونه تړل چې دا کار د تاوتریخوالي او شخړو د پیل لامل شو.
د بارسلونا د فوټبال ټیم هم د دغو اعتراضونو په ملاتړ خپل تمرینونه درولي دي.
د کاتالونیا چارواکو ویلي چې د یکشنبې ورځې په ټولپوښتنه کې دوه میلیونه او دوه لکه کسانو برخه واخېسته او ۹۰ په سلو کې یې د کاتالونیا د خپلواکۍ لپاره مثبته رأیه ورکړه.
د دې ټولپوښتنې پر سر په رامنځته شوې شخړه کې شااوخوا ۸ سوه کسان ژوبل شوي دي.