ازبکستان بهر ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد لپاره د دغه هېواد د ترمز په هوايي ډګر کې کارګو زون جوړ کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن سې شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یاد کارګو زون د صادراتي توکو لپاره په معیارونو برابرې سړې خونې او ګدامونه لري.
د نوموړي په خبره، افغان صادراتي توکي له دغه ځایه د ریل پټلۍ او هوا له لارې، نورو هېوادونو ته صادرېږي.
ښاغلي قوقندي زیاته کړه:
"زه ډاډه یم چې دغه ډول کارګو زون بهر ته د افغاني توکو د صادراتو د کچې له ډېرېدو سره مرسته کوي او هم د ازبکستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډېر ګټور دی."
ښاغلي قوقندي وویل چې له دغه کارګو زون څخه افغاني توکي په خپل وخت اسیايي هېوادونو، روسیې او چین ته صادرېږي.