فیلډ په امنیتي سکټور کې د افغان حکومت اصلاحات وستایل

د بریتانیا د اسیا او پسفیک د چارو وزیر په امنیتي سیکټور کې د افغانستان د حکومت اصلاحات وستایل.

د بریتانیا د حکومت له یوې خبرپاڼې سره سم چې پرون دوشنبه یې خپره کړه، مارک فیلډ د افغانستان د دوه ورځیني سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو چارواکو سره ولیدل.

ده د افغانستان په امنیتي سیکټور کې اصلاحات عالي وبلل، ویې ویل چې د فساد پر ضد او د انتخاباتي اصلاحاتو په برخو کې هم پرمختګ شوی دی.

د بریتانیا د اسیا او پسفیک د چارو وزیر په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر سیاسي حللارو د تمرکز پر اړتیا ټینګار وکړ.

له خبرپاڼې سره سم، مارک فیلډ له فساد سره د مبارزې په اړه د افغانستان له لوی څارنوال فرید حمیدي او د سولې د بهیر په اړه د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي سره خبرې وکړې.

ده افغان چارواکو ته د بریتانیا د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.