عبدالله عبدالله د امریکا د لاس ویګاس په پېښه خواشینې ښکاره کړې

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د ډزو له امله، د لسګونو کسانو په وژل کېدو د امریکا حکومت او خلکو ته خپله خواشیني او ډاډګیرنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي عبدالله نن دوشنبه په خپله ټوېټر پاڼه وویل، موږ د دې پېښې قربانیانو ته دعا کوو.

په لاس ویګاس کې تېره شپه یوه تن د یوه هوټل له ۳۲م پوړ څخه د موسیقۍ پر یوه فیسټیوال ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې څه د پاسه ۵۰ کسان ووژل شول او شااوخوا دوه سوه نور، ژوبل شول.

د لاس ویګاس ښار د پولیسو ویاند جوی لامبارډو وویل، برید کونکی ۶۴ کلن سټیفن پاډوک نومیده چې د همدې ښار اوسېدونکی و.