پولیس: د لاس ویګاس ښار د تېرې شپې په ډزو کې شااوخوا ۲۰ تنه وژل شوي

د امریکا د لاس ویګاس ښار پولیس وايې، دغلته د تیرې شپې په ډزو کې څه د پاسه ۲۰ کسان وژل شوي او شااوخوا ۱۰۰ نور ژوبل دي.

دا ډزې د ویګاس ښار منډالیا بای هوټل ته نېږدې شوې دي.

د پولیسو ویاند جوی لومبارډو نن دوشنبه خبریالانو ته وویل چې برید کونکی چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د هوټل له ۳۲ پوړ څخه پر خلکو ډزې کړې دي.

د لومبارډو په خبره، برید کونکی د سیمې یو اوسېدونکی و او د موسیقۍ پر یوه فیسټیوال یې ډزې کړې دي.

په دې پېښه کې یو شمېر پولیس هم وژل شوي دي.

پولیس وايې، د هغې یوې اسیايي نژادې ښځې لټون کوي چې له مشکوک برید کونکي سره وه.