د روسيې لپاره د متحده ایالاتو نوی سفیر جان هونټسمن نن دوشنبه مسکو ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې نوموړی خپل د اعتماد اسناد سبا سې شنبه ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې کړي.
۵۷ کلن هونټسمن له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۹ میلادي کلونو پورې په چین کې د امریکا سفیر و .
د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا جرګې په مسکو کې د سفارت لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا د هونټسمن کاندیدي په غوڅ اکثریت سره تصویب کړې ده.
جان هونټسمن په داسې وخت کې په مسکو کې د امریکا استاریتوب ته ګمارل شوی چې د اوکراین ،سوريې او د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د لاس وهنو د ادعاو له امله د متحده ایالاتو او او روسيې اړیکې د بحران ښکار دي.