د کرنې وزارت: سږ کال به په زیاته اندازه طبي بوتي بهر ته صادر شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي، هیله مند دي، چې د سږ کال تر پاېه به زیات شمېر طبي بوټي بهر ته صادر شي.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال د دې لپاره هڅې روانې دي چې د طبي بوټو دقیق رقم را ټول شي.

نوموړی وايي، تېر کال له ۷۸ زرو ټنو څخه زیات طبي بوټي، د څه باندې ۱۶۷ میلیوڼو ډالرو په ارزښت، بهر ته صادر شوي دي.

د ده په خبره، دغه طبي بوټي تر ډېره اروپايي او اسیایي هېوادونو او دغه شان امریکا ته صادر شوي دي.