کورکر: ښایي امریکایي ځواکونه تر یوې بلې لسیزې په افغانستان کې وي

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې رئيس وايي، امريکايي پوځيان ښايي لږ تر لږه د يوې بلې لسيزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

جمهوريت غوښتونکي باب کورکر «Robert Corker» دا خبره له «NBC» ټلوېزيون سره په هغه مرکه کې وکړه چې پرون يکشنبه خپره شوه.

ښاغلي کورکر په مرکه کې ويلي چې افغانستان په خپلو ټولو ناخالصو کورنيو توليداتو هم د خپلو امنيتي ځواکونو مالي ملاتړ نه شي کولاى، نو اوس د ده په وينا، هلته د امريکايي پوځيانو ماموريت مهم ګڼل کېږي.

د امريکا د مشرانو جرګې دا غړى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امريکا دفاع وزارت په اګست مياشت کې په افغانستان کې د اوسنيو امريکايي پوځيانو شمېر ١١ زره ياد کړ.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله نوې ستراتيژي په اګست مياشت کې اعلان کړه چې له مخې به يې افغانستان ته اضافي امريکايي پوځيان لېږل کېږي.