ځایي چارواکي: د کاتالونیا ټولپوښتنه کې ۹۰ سلنه خلکو برخه واخېسته

د هسپانيا د کاتالونيا محلي حکومت چارواکي وايي چې د سيمې ٩٠ فيصده خلکو چې پرون یکشبه په غيرمجاز ټولپوښتنه کې برخه اخېستې وه، له هسپانيا د جلا کېدو په پلوۍ یې رأيه ورکړې ده.

د پرونۍ رأيې اچونې چې تاوتريخوالى هم په کې وشو، د لومړنيو نتايجو تر اعلان لنډه شېبه مخکې د کاتالونيا رهبر کارلوس پيچ ديمون په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، د هيلې او کړاو په دې ورځ د کاتالونيا اوسېدونکو دا حق ترلاسه کړ چې د جمهوري دولت په بڼه يو خپلواک دولت ولري.

په همدې تړاو د هسپانيا صدراعظم ماريانو راخوى پرون یکشنبه د دې ټولپوښتنې په اړه په وينا کې وويل:

"موږ خپل تعهدات پرځاى کړل، موږ لومړی يوازې د قانون او د قانون د حاکميت په چوکاټ کې اقدام وکړ، دې اقدام څرګنده کړه چې زموږ ډيموکراتيک دولت دا منابع لري، څو د کوم بريد په وړاندې د ځان دفاع وکړي، لکه د دې غيرقانوني ټولپوښتنې په واسطه يې چې هڅه وشوه."

د هسپانيا پوليسو هڅه وکړه چې په دې ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون مخه ونيسي، دې مسئلې په کاتالونيا سيمې او ټوله هسپانيا کې کړکېچونه ولاړ کړل.

د کاتالونيا چارواکي وايي، د رأيه ورکوونکو د مخنيوي لپاره د پوليسو له خوا د قوت کارونې په لړ کې شااوخوا ٨٠٠ کسان ټپيان شوي دي.

د هسپانيا د اساسي قانون محکمې دغه ټولپوښتنه غيرقانوني اعلان کړې ده.