چارواکي: په خوست کې د څلورو لویو پلونو د جوړولو کار پیلېږي

د خوست چارواکي وايي چې په نېږدې راتلونکې کې به د خاني خوړ، غلنګ، چنارګي او هارونخېلو د پلونو پر جوړولو کار پیل شي او تر راتلونکو دوو کلونو به په یاد ولایت کې، د پلونو د کمښت ستونزه ختمه شي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل، خوست غرنۍ سیمه ده او موسمي بارانونه لري چې د خوړونو او سیلابونو د راوتلو پر مهال يې اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کېږي.

نوموړي یادې څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ د مرکز اړوند د مردي خېلو د پل د جوړولو د کار د شروع په ځای کې د ازادي راډيو مشال څانګې ته وکړې.

د مردي خېلو پل چې اوس يې د جوړولو کارونه پیل شول ۵۱ متره اوږدوالی او۸ متره عرض لري چې د افغان حکومت له بودیجې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت، د یوه کال په موده کې جوړېږي.

د مردي خېلو پل چې د خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو سره نښلوي، په بارانونو کې به د هغو سیمو خلک ښار ته په راتګ کې له ستونزو سره مخامخ وو.

د مردي خېلو د پل د کار د شروع په ځای کې یو شمېر قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو له چارواکو غوښتنه وکړه چې د خوست ښار او تڼیو ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي سړک اساسي ترمیم ته هم پاملرنه وکړي، تر څو یاد سړک چې ځینې برخې يې اوبو وړي، ډېر زیانمن نشي.