په بلخ کې د عاشورا مراسم په امن فضا کې ترسره شول

په مزارشریف کې د عاشورا مراسم حضرت علي کرم الله وجهه ته په منسوب زیارت کې په امن فضا کې ترسره شول چې د بلخ دولتي چارواکو، د پارلمان غړو او د ولایتي شورا استازو پکې ګډون کړی و.

د بلخ سرپرست والي بشیر احمد توحیدي د عاشورا یادو مراسمو ته په خبرو کې، خلک دې ته راوبلل، ترڅو له افغان امنیتي ځواکونو څخه په هر ډول شرایطو کې چې وي، ملاتړ وکړي.

هغه وویل، د ملي ګټو په پام کې نیولو سره باید ټول افغانان هم سني او هم شیعه د یو بل ترڅنګ ودرېږي او د تفرقې او ځان ځانۍ په وړاندې جدي مبارزه خپله کړي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید د حسیني عاشورا عزادارانو ته په خبرو کې وویل چې افغانان پرته له کوم قومي او مذهبي اختلافه، د یو بل ترڅنګ د هېواد د پراختیا لپاره کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې په مزارشریف کې د عاشورا مراسمو ته نورو ویناوالو پر دې ټینګار درلود چې سني مسلمانان له شیعیه سره په ګډه په هېواد کې له افراطیت سره مبارزه خپله کړي او د داعش په څېر ډلو په وړاندې د یو بل ترخوا ودرېږي.

په داسې حال کې په بلخ کې د عاشورا مراسم په امن فضا کې پیل او پر مخ ولاړل چې د امنیتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، داعش ډلې ګواښ کړی و چې په شمالي ولایتونو کې به د شیعه عزادارانو پر ډلو حملې وکړي.