سرچینه: دارزګان چوره ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې یوه ځايي باوري سرچینه وايي چې د دغې ولسوالۍ د ودانۍ۲۰ مترۍ ته وسله والو طالبانو ځانونه رسولي دي او مرچلې يې نولې دي.

دغې دولتي باروي سرچينې نن یکشنبه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولسوالي د سقوط خوا ته نېږې شوې او وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ ټول بازارنیولی دي.

په ورته وخت کې د دغې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي هم دا مني، خو وايي چې د ولسوالۍ ۵۰ مترۍ ته وسله والو طالبانو ځانونه رسولي او په خبره یې چې د دوی او له مرکز ترینکوټ څخه ورغلي کومکي سرتېري ورسره په جګړه بوخت دي.

وسله والو طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر دغې ولسوالۍ وسله والو طالبانو له تېرو دوو شپو راهیسې ډله ییز بریدونه پیل کړي چې اوس د ولسوالۍ په بازار کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.