د هسپانیې پولیس او رأیه اچوونکي سره لاس او ګریوان شوي

د هسپانيې پوليس په کاتالان سيمه کې له رأيه ورکوونکو سره لاس و ګرېوان شول.

پوليسو د رأيې ورکولو د صندوقونو د ضبط کولو او د خپلواکۍ په اړه د هغې ټولپوښتنې د مخنيوي هڅه وکړه چې په مادريد کې چارواکو غيرقانوني بللې ده.

نن سهار د هسپانيا د کاتالونيا په مرکز بارسلونا کې د رأيې اچونې د پروسې تر پيل لنډه شېبه وروسته، د بلواضد پوليس او رأيه ورکوونکي د رأيې ورکولو په يوه مرکز کې لاس و ګرېوان شول.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د عيني شاهدانو په حواله راپور ورکړى چې د ښار په يوه ښوونځي کې د رأيې ورکولو له يوه مرکزه سلګونه کسان چې د رأيې ورکولو په نيت ورغلي وو، په زوره اېستل شوي دي.

د خپلواکۍ په اړه دې ټولپوښتنې د هسپانيا د اساسي قانون بحران په تېرو لسيزو کې تر ټولو بد حالت ته رسولى او د تاوتريخوالي په باب يې اندېښنې ولاړې کړې دي.