روسیې په بیلاروس کې د روسي فوځیانو د پرېښودو ادعا رد کړه

روسيې د اوکراين هغه ادعاګانې رد کړې چې په کې ويل شوي وو، مسکو د خپلې ژمنې خلاف تر پوځي تمريناتو وروسته، خپل ځيني پوځيان په بېلاروس کې پريښي دي.

د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشينکوف پرون شنبه ناوخته په يوه اعلاميه کې وويل، د روسيې پوځيانو چې په زپاد ٢٠١٧ پوځي تطبيقاتو کې برخه اخېستې وه، ټول خپلو دايمي اډو ته ستانه شوي دي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د اوکراين د پوځ لوى درستيز ويکټور موژينکو له رويټرز اژانس سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې د روسيې ځيني پوځيان په بېلاروس کې پاتې دي.

ده خبردارى ورکړى و چې دا مسئله به د مسکو او کييف ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسوي.

د سپټمبر له ١٤مې تر ٢٠مې په بېلاروس او د روسيې د لوېديځ په ځينو برخو کې پوځي تمريناتو په ګاونډ کې د ناټو غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي.