د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په يوه پوسته کې يوه محلي پوليس څلور نور پوليس د دوى د قوماندان په ګډون په ډزو وژلي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل، پېښه تېره شپه د خم اب لسوالۍ د بوزاريق کلي په يوه پوسته کې تر يوې شخړې وروسته وشوه.
د ده په وينا، دغه پوليس تر پېښې وروسته له وسله والو طالبانو سره ملګرى شوى دى.
خو وسله وال طالبان ادعا لري چې په خم اب ولسوالۍ کې يې د محلي پوليسو پر پوسته حمله کړې چې ٥ پوليس يې وژلي او وسلې يې غنيمت کړې دي.